د هریوا پوهنتون یو خصوصي علمي - تحصیلي بنسټ دی چې په سر کې یې د پوهنتون عمومي ریاست او په لاندې کې یې د علمي چارو مرستیال، د مالي او اداري چارو مرستیال، د محصلینو چارو مرستیال، د علمي څېړنو مرستیال، د سټوماتولوژۍ پوهنځي ریاست، د کمپیوټر ساینس پوهنځي ریاست، د فارمسي پوهنځي ریاست او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریاست په څېر اته کلیدي برخې دي. دغه هر یو څانګې د خپلې څانګې د ټولو اړوندو فعالیتونو د مدیریت، د پلان د چمتو کولو او تنظیمولو، د اجرااتو، د څارنې او د ارزونې مسؤلیت لري او په مستقیم ډول د پوهنتون ریاست ته راپور ورکوي.